د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هرات ولایت لپاره د ترکمنستان هېواد باور لیک ومانه.
د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل تېره شپه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې، چې کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه غوضوف هم حضور درلود د هرات لپاره د ترکمنستان هېواد د سرقونسل باتیار یالوف باور لیک ومانه.
متقي د افغانستان او ترکمنستان ۳۰ کلنې اړیکې مثبتې وبللې او د طالبانو له لوري یې د ټاپي او ټاپ نیمه کار شویو پروژو د عملي کولو لپاره چمتوالی وښود.
جمهورخبري آژانس