۰

 هالنډي وزیر لهطالب چارواکي سره د خپل عکس په خپرولو بښنه وغوښته

یکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۸
د هالنډ د روغتیا وزیر ارنسټ کویپرز د طالبانو د خوړو او درملو د تنظیم د ادارې له مشر عبدالباري عمر سره د خپل عکس په خپرولو بخښنه غوښتې ده.
 هالنډي وزیر لهطالب چارواکي سره د خپل عکس په خپرولو بښنه وغوښته
د هالنډ د روغتیا وزیر ارنسټ کویپرز د طالبانو د خوړو او درملو د تنظیم د ادارې له مشر عبدالباري عمر سره د خپل عکس په خپرولو بخښنه غوښتې ده.

ښاغلي کوپرز په خپل ایکس چینل کې لیکلي، د ده او د طالبانو د چارواکو عکس په هاګ کې د سیمه ییزو تولیداتو په وروستۍ نړیواله غونډه کې اخیستل شوی دی.

هغه وويل: "زه نه پوهېدم چې دا کس هغه مهال څوک و. دا يوه تېروتنه وه، بايد داسې نه واى شوى او زه پښيمانه يم."

کویپریس لیکلي چې هغه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو دفاع کوي، او "زه نه غواړم په هیڅ ډول له دې ناوړه رژیم سره ځان شریک کړم."

په ورته وخت کې د هالنډ د پارلمان یوه غړي هم دغه انځور د شرم وړ بللی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي