د اسلامي همکاریو سازمان استازي او د اوزبیکستان دولت استازي د افغانستان څخه د ملاتړ په اړه خبرې اترې سره کړې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان نن د لیندۍ ۴ مه د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره د اسلامي همکاریو سازمان د استازي طارق علی بخیت د لیدنې خبر ورکړی دی.
دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په اړه خبرې اترې سره کړې دي.
طارق علي بخت او عصمت الله ارغاشیف د افغانستان د اقتصادي بحران د ختمولو په برخه کې همکاري او همغږي اړینه وبلله او د دغه سازمان په پریکړو کې د افغانستان په اړه د درج شویو مسلو په اړه یې د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر تعقیبي او رغنده خبرو ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس