دا په زړه پورې ده ۰
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان د واک تر لاسه کولو له دوو کلونو وروسته لا هم طالبان د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.
طالبانو د بشري حقونو په اړه خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان د واک تر لاسه کولو له دوو کلونو وروسته لا هم طالبان د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ د قوس په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بشري حقونو په ساتنه کې د طالبانو د پاتې راتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د دغه سازمان په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي او د نجونو او ښځو د حقونو او زده کړو او کار ته د لاسرسي او همدارنګه د افغانستان د اتباعو لپاره د بیان د ازادۍ د حق لپاره اقدام وکړي. 

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdj90fkyt09x6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته