۰

طالبان: د شریعت له پلي کولو پرته بله موخه نه لرو

چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د عربو ملت له مشرانو، مخورو او علماوو سره په کتنه کې وویل چې موږ د شریعت له نافذیدو پرته بله موخه نه لرو.
طالبان: د شریعت له پلي کولو پرته بله موخه نه لرو
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د عربو ملت له مشرانو، مخورو او علماوو سره په کتنه کې وویل چې موږ د شریعت له نافذیدو پرته بله موخه نه لرو.

دوی د سلواغې ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې عربان مېشت دي او ټولو په همدې ژبه له طالبانو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

خبرپاڼه کې ادعا شوې، په افغانستان کې د دغې ډلې په واکمنۍ سره د دغه هیواد ټول قومونه د وروڼو په شان ژوند کوی، د هیچا حقونه نه تر پښو لاندې کیږی او د طالبانو امارت ټول قومونه په خپل څنګ کې راغونډ کړي دي.

د طالبانو  سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي دي چې موږ په افغانستان کې د اسلامي شریعت له پلي کیدو پرته بله موخه نه لرو.

 طالبانو ادعا کړې چې له پنځو لسیزو وروسته افغانان د ارام ساه اخلي او ملت او دغې ډلې ته لازمه ده چې د نظام د ابادۍ، هوساینې او پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي