د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د ډلې د ویاند د مرستیال په توګه ملا حمدالله فطرت نومولی دی.
د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار (دوشنبې سلواغې ۲۳) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې نوموړی د دغې ډلې د مشر ملا حمدالله فطرت په لارښوونه د طالبانو د امارت د ویاند د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره، ټول دولتي پوستونه له ملایانو ډک شوي او مسلکي کسان د بېلابېلو دلایلو له مخې له دولتي پوستونو لرې کېږي.
جمهورخبري آژانس