۰

طالبان: فرانسوي پانګوال په پنجشیر کې پانګونې ته لېواله دی

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۵
د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې یو فرانسوی پانګه وال د پنجشیر ولایت په کانونو کې پانګونې ته لېواله دی.
طالبان: فرانسوي پانګوال په پنجشیر کې پانګونې ته لېواله دی
د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې یو فرانسوی پانګه وال د پنجشیر ولایت په کانونو کې پانګونې ته لېواله دی.

د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوه فرانسوي سوداګر پنجشیر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د کانونو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغه فرانسوي سوداګر د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو له والي سره لیدلي او ویلي یې دي چې په دغه ولایت کې به د زمردو په پلور کې هم برخه واخلي.

د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو والي هم په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي