په تخار کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو قاضي د دغې ډلې له خوا پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، مفتي رحيم الله د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايي محکمې قاضي و، چې د طالبانو له خوا د خپلې مېرمنې پر خور د جنسي تېري په تور نيول شوى و.
سرچينې د طالبانو د دې محکمې د قاضي د نيول کېدو د کره وخت په اړه څه ونه ويل؛ خو هغه ټینګار وکړ چې تېره اوونۍ یې د خپلې مېرمنې پر خور چې ۱۹ کلنه ده، جنسي تېری کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د دې ډلې د محکمو د غړو په ګډون طالب چارواکي پر نجونو، ښځو او حتی نارینه وو د جنسي تېري په تور نیول شوي دي.
خو؛ د طالبانو ډلې تر اوسه له دغو قضیو څخه یوه هم نه ده محاکمه کړې. په داسې حال کې چې عام خلک په صحرا کې د نامشروع اړیکو په تور محاکمه کیږي.
جمهورخبري آژانس