۰
برتانوي چارواکی:

افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو د ردولو لپاره هېڅ شواهد نشته

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د برتانیې د دفاع وزارت مرستیال او پخوانی پوځي افسر جاني میرسر وايي، په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو د ردولو لپاره هېڅ شواهد نشته.
افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو د ردولو لپاره هېڅ شواهد نشته
د برتانیې د دفاع وزارت مرستیال او پخوانی پوځي افسر جاني میرسر وايي، په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو د ردولو لپاره هېڅ شواهد نشته.

میرسر پرون د کب اوله په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو د دوسیې په اړه د تحقیقاتو یوې کمیټې ته وویل چې له ډیرو هڅو سره سره یې د دې ادعا د رد لپاره هیڅ شواهد نه دي موندلي.

هغه زیاته کړه چې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو قوماندانان نه دي توانیدلي چې په دې برخه کې اساسي پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

د هغه په ​​وینا ښايي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو د ماموریت پر مهال یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي وي.

د برتانیا دغه دفاعي چارواکي د دغه هېواد د ځینو ځانګړو ځواکونو په حواله ویلي چې ښايي دا ادعا رښتیا وي.

میرسر زیاته کړه: "زه اندیښمن یم چې ولې د دفاع وزارت لوړ پوړي شخصیتونه نشي کولی د دې ادعاوو د ردولو لپاره شواهد وړاندې کړي."

د برتانیې د دفاع وزارت د لوړ پوړو افسرانو او پرسونل له مخالفت سره سره؛ په دې وروستیو کې یوې تحقیقاتي محکمې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو (SAS) له خوا د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

ټیسا ګریګوري، د افغان قربانیانو د کورنیو استازی، وویل: "موږ نن پوه شو کله چې مرسر زموږ د مؤکل د محاکمې پرمهال محکمې ته وویل چې د لیدلو لپاره هیڅ شی شتون نه لري."

په همدې حال کې د «لي ډي» په نوم د یوې برتانوي حقوقي موسسې د څېړنو پر بنسټ چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې پیل شوې، په افغانستان کې د برتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۸۰ ملکي وګړي وژلي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي