د کابل ښار په لوېديځ کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې يو ځوان په ډزو وژلى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان الياس نومېده او د بهسودو ولسوالۍ د دويمې حصې اصلي اوسېدونکى و.
سرچينې زياته کړې، چې الياس د کب په لومړۍ نېټه د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وويشتل شو.
د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی.
خو؛ په څه دپاسه دوو کلونو کې طالب جنګیالیو څو ځله په ښار کې د لفظي شخړو او په پوستو کې پر ملکي وګړو ډزې کړي دي.
جمهورخبري اژانس