۰

فاریاب کې دوه ترافیکي پېښې ۱۹ تنه مړه او ټپیان شول

چهارشنبه ۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۹
په فاریاب ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې دوه ترافیکي پېښې ۱۹ تنه مړه او ټپیان شول
په فاریاب ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه نن چهارشنبه د کب په ۹ مه د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

په دې پېښه کې یوه نجلۍ او یوه ښځه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دویمه پېښه هم هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د اندخوی ولسوالۍ په "خاتم قر" سیمه کې یو سراچه ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
په دې پيښه کې يوه ښځه ووژل شوه او دوه تنه نور ټپيان شول.

ځايي سرچينې د يادو دوو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او پر سړک د يخ وهل بولي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي