د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په پاکستان کې د بغلان د مهاجرينو له استازو او د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ له يو شمير قومي مشرانو سره وکتل او ويې ويل چې دغه ډله د افغان مهاجرينو د راستنيدو لپاره زمينه او اسانتياوې برابروي.
د طالبانو د دې ډلې د سیاسي مرستیال له قوله په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو امارت هڅه کوي هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه، حکومت د راستنېدونکو د چارو د هواري لپاره یو عالي کمېسیون ټاکلی، څو له مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ د هغوی ټولې ستونزې هوارې کړي.
په همدې حال کې د پاکستاني طالبانو د ملاتړ په اړه د طالبانو د ناسمو سیاستونو په دوام، د پاکستان حکومت د څه دپاسه یو نیم میلیون افغان کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه.
جمهورخبري آژانس