د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په هرات کې يې اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دار ځړولي دي.
دغې محکمې نن پنجشنبې د حوت په ۱۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د ښاریانو د وهلو او سپکاوي په تور په ۲۰ دورو او ۵ میاشتو بند محکوم شوي دي.
د طالبانو محکمې نور جزیات ورنه کړل.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې په هېواد کې د عاملينو د اعدام او په دورو وهلو لړۍ پيل کړې ده.
جمهورخبري آژانس