په کندهار کې د طالبانو منځ کې د ننني ځانمرګي برید د وروستیو احصایو پر بنسټ، دا برید یو ځانمرګی برید و چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې د کابل بانک د نماينده ګۍ د دفتر مخې ته هغه مهال رامنځته شو، چې وسلوال طالبان د خپلو مياشتنيو معاشونو د ترلاسه کولو په موخه دغه بانک ته روان وو.
سرچينې وايي، د کندهار ميرويس روغتون ته ٢٠ مړي او ٣٠ ټپيان، چې ډېرى يې وسله وال طالبان دي، لېږدول شوي دي.
ویل کیږي چې دا چاودنه د ځانمرګي برید له امله شوې ده.
خو؛ طالب سرچینو د دغه برید په پیل کې د ۳ تنو وژل کېدل او ۱۲ ټپیان تایید کړل او وروسته یې څه ونه ویل.
جمهورخبري آژانس