د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د هند له ملي لوبډلې سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیايي جام د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې لوبه وکړي.
د هېواد د فوټبال فدراسیون نن پنشنبې د وری ۲مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا لوبه به نن شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ ترسره شي.
دا لوبه په هند کې ترسره کیږي.
د ملي لوبډلې لوبغاړو له دغې لوبې مخکې ویلي وو چې د هند له ملي لوبډلې سره د مخامخ کېدو لپاره به پوره چمتووالی ونیسي او د بریا په هیله به میدان ته ننوځي.
جمهور خبری آژانس