د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسیني او د دغه ګوند د دفتر مشر جعفر جویا یو ځل بیا په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شول.
سرچینې وايي، طالبانو د جمعې په ورځ د مازدیګر په ۳ بجو د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې ښاغلی حسیني او د هغه مرستیال له خپل دفتر څخه نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو ښاغلى حسيني له نيولو وروسته نامعلوم ځاى ته لېږدولي دي.
خو د ښاغلي حسیني د نیول کېدو لامل نه دی څرګند. خو ویل کیږي چې نوموړی د نهاد تبیان د مشر سید عیسی حسیني مزاري د قضیې د تعقیب له امله نیول شوی دی.
عیسی مزاري د کابل په لوېدیځ کې د سلګونو "فحاشیو او کلیساګانو" د شتون په اړه د څرګندونو له امله د دې سیمې د اوسېدونکو له خوا محاکمه شوی دی.
ویل کېږي چې سید جاوید حسیني او د کابل د لوېدیځ یو شمېر اوسېدونکي له عیسی مزاري سره دغه قضیه تعقیبوي.
د يادونې وړ ده، چې سيد جوادجسيني دوه کاله وړاندې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر شهيد عبدالعلي مزاري د تلين د نمانځلو له امله د طالبانو له خوا ونيول شو او ووهل شو.
جمهورخبري آژانس