د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د دويمې حوزې اړوند د "دهن باغ" په سيمه کې شوى دى.
د اعلامیې په اساس، په دې پیښه کې د مقاومت د محاذ ځواکونو د طالبانو په یوه پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې د دغې ډلې ۳ تنه جنګیالي ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.
د مقاومت جبهې وویل چې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
جمهورخبري آژانس