په لغمان ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو يو غړى د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب غړى د جمعې په شپه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په چهارباغ سيمه کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى دى.
سرچينې د طالبانو دغه غړى د "فضل الربيع" په نوم ياد کړى دى.
جمهورخبري آژانس