د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید غندلی او هغه یې پاروونکی بللی دی.
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د وري ۱۴ مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژيم لخوا په قونسلګرۍ باندې حمله بللې ده. د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د ډیپلوماټیکو نورمونو ښکاره خلاف ورزۍ او د سیمې د ناامنیو د خپرولو لپاره پارونکی عمل وباله او په سختو ټکو یې غندو.
هغه لیکلي: د طالبانو امارت د نړۍ او سیمې له نفوذ لرونکو هیوادونو څخه غوښتي چې په غزه او له هغې بهر د دغه رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.
طالبان وايي، د دغه رژیم د جنایتونو دوام له یوې خوا د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بللی او له بلې خوا یې د نړیوالو قوانینو او سازمانونو د موثریت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي دي.
باید وویل شي، چې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو په برید کې ۵ ایراني جنرالان وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس