د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ۱۴۰۲ کسان د ځمکنیو ماینونو او نورو چاودنو له امله وژل شوي دي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه وګړي د ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.
د راپور له مخې په هېواد کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو ۸۶ سلنه قربانیان ماشومان دي.
راپور زیاتوي، په افغانستان کې د ماینونو چاودنې او چاودېدونکي توکي د ملکي تلفاتو دویم لوی لامل دی.
د اوچا په خبره، د افغانستان په ۲۶۲ ولسوالیو کې ۱.۲ میلیونه متره مربع خاوره په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.
اوچا وويل، چې مرستندويه هېوادونو په افغانستان کې د ماينونو سره د مبارزې لپاره د غوښتل شويو پيسو ١٣ سلنه برابرې کړې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د ماین پاکۍ موسسو په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د خلکو په تېره بیا ماشومانو ته د پوهاوی ورکولو لپاره پراخې هڅې کړې دي.
جمهورخبري آژانس