د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي د مالیزیا له پلاوي سره په کتنه کې ادعا وکړه چې دغې ډلې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې ښې اړیکې پیاوړې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ (د ثور ۵) په یوه خبرپاڼه کې چې د افغانستان او مالیزیا د خلکو ترمنځ دیپلوماتیکې، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې پراخې بللې دي.
موتقي زیاته کړه، افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه لري، چې د سیاست او اقتصاد په برخو کې متوازنه بهرنۍ تګلاره تعقیبوي.
طالبانو ادعا کړې چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پراخېږي او له ګاونډیو او سیمې سره یې ښې اړیکې ټینګې کړي او موږ د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لېوال یو.
ښاغلي متقي وویل، طالبان د مالیزیا له حکومته غواړي چې په مالیزیا کې مېشتو ۳۰۰۰ افغانانو ته د روغتیا او زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
د مالیزیا پلاوي ویلي چې غواړي له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
مېرمن شاه زیلینا وویل، مالیزیا هوډ لري چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې روزنیز پروګرامونه، د ملکي خدمتونو د افغان کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا پروګرامونه تنظیم کړي او د دغو پروګرامونو د مسلکي مقرراتو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
جمهوخبري آژانس