د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې په خوست ولایت کې یې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ پوستو د بندونو چارې بشپړې شوې دي.
دغه وزارت نن سې شنبه (د ثور ۲۲) د دغه وزارت لپاره د طالبانو د ډلې د مشر ملا عبداللطیف منصور له خوا په خپره شوې اعلامیه کې دغه پروژې پرانیستې دي.
طالبانو ویلي، چې دا پروژې د خوست په ولایت کې د خاورې د تخریب د مخنیوي، د سیلابونو د خطرونو د کمولو، د باران د اوبو د ذخیره کولو او د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلې شوې دي.
طالبانو زیاته کړې، چې د دغو ۸ پروژو په پلي کېدو سره تر ۵۳ زره متر مکعبه اوبه خوندي شوې او د خوست نږدې ۱۰ زره خلکو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
جمهورخبري آژانس