۰

د هوا پېژندنې ادارې په ۸ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی

شنبی ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۴
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې په ۸ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست نن د ثور په ٢٢مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې سبا شنبه د ثور په ٢٣مه، په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشير، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو اټکل شوى دى.

د خبرځاى د څرګندونو پر بنسټ، د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې به د اورښت اندازه له ١٥ او ٢٥ ملي مترو پورې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ياد شوي ولايتونه په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او ناڅاپه سېلابونو شاهد وو، چې خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

په بغلان ولایت کې د پرونیو سیلابونو په شمول تر ۲۵۰ زیات کسان مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي