د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په دغه هیواد کې له سیلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
بینیټ نن شنبې د ثور ۲۲ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د بغلان په ګډون په افغانستان کې وروستي سیلابونه چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د اقلیم د بحران په وړاندې د هېواد د زیانمنتیا یادونه کوي.
بینیټ زیاته کړه چې "په افغانستان کې د سیلابونو د تلفاتو او زیانونو د کنټرول لپاره د طالبانو او کورنیو لوبغاړو لخوا فوري مرستې او اوږدمهاله پلان دواړو ته اړتیا ده."
دا په داسې حال کې ده، چې ياد شوي ولايتونه په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او ناڅاپه سېلابونو شاهد وو، چې خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
په بغلان ولایت کې د پرونیو سیلابونو په شمول تر ۲۵۰ زیات کسان مړه شوي دي.
جمهورخبري آژانس