۰

د غور سیلاب ځپلي په یوه کلي کې بند پاتې دي. د ژوند کولو اسانتیاوې نشته

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۱
د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ لسګونه سېلاب ځپلې کورنۍ په یوه کلي کې بند پاتې دي او د یوې ګېډې خوراک هم نه لري.
د غور سیلاب ځپلي په یوه کلي کې بند پاتې دي. د ژوند کولو اسانتیاوې نشته
د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ لسګونه سېلاب ځپلې کورنۍ په یوه کلي کې بند پاتې دي او د یوې ګېډې خوراک هم نه لري.

دغو سرچینو نن دوشنبه د ثور ۳۱ مه سیمه ییزو رسنیو ته وویل، چې لسګونه سېلاب ځپلې کورنۍ له څو ورځو راهیسې د مرغاب ولسوالۍ په "جندک" کلي کې بند پاتې دي.

سرچينې زياته کړه، چې د خوړلو لپاره وچه ډوډۍ او د څښلو لپاره صحي اوبه هم نه لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په "جندک" کلي کې د سېلاب ځپلو کسانو شمېر شاوخوا ١٠٠٠ کورنيو ته رسېږي، چې له لرې او نږدې کليو څخه راټولې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غور ولایت کې وروستیو سیلابونو لسګونه کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. پر دې سربېره زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *