د طالبانو د ډلې پلاوی چې د دغې ډلې د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ په تهران کې د ایران د مرحوم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسی د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ملا برادر مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
طالبانو ویلي چې دغه پلاوي د ایران له سرپرست ولسمشر ډاکتر مخبر د بهرنیو چارو له سرپرست او د پوځ له مرستیال علي باغي سره وکتل او د افغانستان د خلکو او د طالبانو د امارت د استازي په توګه یې د ایران له دولتي چارواکو او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.
جمهورخبري آژانس