۰

د لوګر ولایت اوسېدونکو د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۷
د لوګر ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو د طالبانو د ډلې له سیاسي مرستیال سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د لوګر ولایت اوسېدونکو د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د لوګر ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو د طالبانو د ډلې له سیاسي مرستیال سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې کلا د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ له یو شمېر دیني عالمانو او مخورو سره کتلي دي.

د څرخ ولسوالۍ علماوو او قومي مشرانو زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ خلکو د اشغال پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او قرباني يې منلې، خو د سيمې د پرمختګ لپاره يې څه نه دي کړي.

دوی د ښوونځیو، سړکونو، د یوه اساسي روغتون د جوړولو او په بېلابېلو سکتورونو کې د پرمختیايي پروژو د تطبیق په برخو کې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

مولوي عبدالکبير وويل، چې د لوګر په ځانګړي ډول د څرخ ولسوالۍ د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي او د ستونزو د حل په موخه به اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي