د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دغه وزارت د ۷،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د بامیانو له کانونو څخه ۲۰ ټنه جست استخراج کړې ده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دغه وزارت د ۷،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د بامیانو له کانونو څخه ۲۰ ټنه جست استخراج کړې ده. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تلاشۍ دغه اندازه د داوطلبۍ له لارې د "وکیلی لمیټډ" په نوم پر یوه کورني شرکت پلورل شوې ده. په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه اندازه سره زر د باميانو ولايت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل له کانونو څخه استخراج شوي دي. دوه ورځې وړاندې طالبانو اعلان وکړ چې د امو سیند له حوزې څخه یې د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۰ زره ټنه خام تیل پلورلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د خپل حکومت د تمویل لپاره د هېواد کانونه په بې توپیره توګه استخراج او پلوري. جمهورخبري آژانس