د بلغاریا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد له شمالي پولو څخه یې ۱۱ افغان کډوال نیولي دي.
د بلغاریا د پولیسو چارواکو "BTA" چینل ته ویلي چې دغه مهاجر د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۶مه د دغه هیواد په شمال کې د «ویلیکو ترنوو» په ولایت کې نیول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د بلغاریا پولیسو؛ نیول شوي کډوال افغانان بلل شوي دي.
پولیسو ویلي چې دغه کسان به د مهاجرینو د استوګنې مرکزونو ته انتقال شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان سلګونه زره وګړي په بېلابېلو لارو کډوال شوي دي.
جمهورخبري آژانس