مولوی امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشی له ځانګړی استازی روزا اتنبایوا سره په کتنه کې ویلي، د دوحې د دریمې غونډې اجنډا چې ټولو ته د منلو وړ ده، مهم ده.
مولوی امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشی له ځانګړی استازی روزا اتنبایوا سره په کتنه کې ویلي، د دوحې د دریمې غونډې اجنډا چې ټولو ته د منلو وړ ده، مهم ده. د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوحې د درېیمې ناستې پر جزئیاتو او لازم ترتیباتو خبرې وکړې. اوتونبایوا وویل چې زموږ ټیم د دوحې د دریمې غونډې په اجنډا کار کوي او هڅه کوي چې د دې غونډې اجنډا داسې تنظیم کړي چې د ټولو خواوو له خوا ومنل شي. هغه زياته کړه، چې غواړي د دوحې د درېيمې ناستې د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظرونه واوري او هر څومره ژر چې اجنډا نهايي شي، د دوحې د درېيمې غونډې ټولو ګډونوالو ته به رسمي بلنه ولېږي. موتي وويل، د درېيمې غونډې لپاره د ټولو خواوو د منلو وړ اجنډا جوړول مهم دي. نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د دوحې ۳ په اړه خپل دریځ له ټولو خواوو سره شریک کړی دی. جمهورخبري آژانس