د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي لوبو کې د کویټ ملي لوبډلې ته په یو ګول ماتې ورکړه.
دغه لوبه تېره شپه د جوزا په ۲۲ مه د کوېټ په صباح السلم لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان ملي لوبډلې په ۸۱ مه دقیقه کې د کویټ له لوبډلې څخه یو ګول ترلاسه کړ او لوبه په همدې پایلې سره پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د کويټي لوبډلې مينه والو په بېلابېلو شيانو د افغان لوبغاړو په بريدونو سره خپل تعصب او کلتور څرګند کړ.
د يادونې وړ ده، چې له دې ماتې سره افغان ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ اسيايي هېوادونو په سياليو کې د ګډون چانس له لاسه ورکړ.
ملي لوبډلې تر دې وړاندې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او ۲۰۲۷ اسیا جام سیالیو ته د غوراوي پړاو کې یوه بریا، درې ماتې او دوه مساوي کړي دي.
جمهورخبري آژانس