۰

یونیسف: د افغان نجونو درې میلیارده درسي ساعتونه ضایع شوي

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۰
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له ۱۰۰۰ ورځو وروسته د دوی درې میلیارده ساعته درسونه ضایع شوي دي.
یونیسف: د افغان نجونو درې میلیارده درسي ساعتونه ضایع شوي
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له ۱۰۰۰ ورځو وروسته د دوی درې میلیارده ساعته درسونه ضایع شوي دي.

د یونیسف اجراییوي مشرې کاترین رسل نن پنجشنبه د غبرګولي په ۲۴ مه دغه ورځ د بدلېدو ټکي، "غمجن" او د اندېښنې وړ وبلله.

هغه وویل چې د طالبانو لخوا له تعلیم څخه د 1.5 ملیون نجونو سیستماتیک بې برخې کول نه یوازې د زده کړې له حق څخه ښکاره سرغړونه ده؛ د ده په خبره، دا کار د فرصتونو د کمښت او د نجونو د رواني حالت د خرابېدو لامل شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید د سیاست یرغمل نشي.

د رسل په وینا، دا بندیز به د نجونو پر رواني وضعیت د منفي اغیزو سربیره، په افغانستان کې بشري بحرانونه هم لا پسې زیات کړي.
رسل ټینګار وکړ چې "پوهنه یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه ساتي."

د یونیسف په اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو د منعې سره سره یونیسف د نورو مرستندویه موسسو په همکارۍ په هېواد کې شاوخوا درې میلیونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د یونیسف اجرایوي رییس وویل؛ "د خپلو شریکانو سره په ګډه، موږ 2.7 ملیونه ماشومان په لومړنیو زده کړو کې ساتو، د 600,000 ماشومانو لپاره چې دوه پر دریمه برخه یې نجونې دي، د ټولنې پر بنسټ د زده کړې ټولګي پرمخ وړو، او د زده کړې زیربنا د ساتلو لپاره هر څه کوو."

یونیسف یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او تر شپږم ټولګي د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

دغه سازمان همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان نجونو سره د پخوا په پرتله زیات ملاتړ وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بنديز له امله ١٠٠٠ ورځې تېرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي