د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې اداره وايي، د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې نن او سبا (د سرطان په ۲مه او ۳مه) د سختو ورښتونو، تندر او سېلابونو امکان دی.
دغه رياست نن (شنبه، د چنګاښ ۲ مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، ميدان وردګو، غزني، پکتيا، خوست، پکتیکا، دایکندي، بامیان، سمنګان، غور سرپل او فاریاب به نن او سبا د اورښت شاهدان وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه د ۱۵ او ۲۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
جمهور خبري آژانس