د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه پلاوي د سفر موخه په ازبکستان کې د افغاني محصولاتو د نندارتون پرانیستل او د «تجارتي ارتباطاتو» په کنفرانس کې ګډون دی. باید وویل شي، چې ازبکستان له طالبانو سره نږدې سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري. په تېرو درېیو کلونو کې ازبکستاني چارواکو کابل ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې تل په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. جمهورخبري آژانس