وروسته له هغې چې په تخار کې د طالبانو له خوا د خبریالانو د عکسونو او فلم اخیستلو مخه ونیول شوه، په دغه ولایت کې د ټولو محلي تلویزیونونو فعالیت ودرول شو.
د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، په دغه ولايت کې د ملي ټلوېزيون په ګډون سيمه ييزې خپرونې د وري له ٢٣مې نېټې راهيسې بندې شوې دي.
دغه راز ځينو خپلواکو سرچينو ويلي، چې په دغه ولايت کې د دوو خصوصي ټلويزيونونو خپرونې هم له همدې امله بندې شوې دي.
باید وویل شي، چې طالبانو د یکشنبې په ورځ په تخار کې د تلې په ۲۲ مه خبریالان له عکس اخیستلو او فلم اخیستلو منع کړل.
طالبانو په ځانګړې توګه د ژوندیو عکس اخیستل او فلم اخیستل حرام بللي دي.
جمهورخبري آژآنس