د بريتانيا حکومت پر خپلې پخوانۍ پرېکړې له سره کتنه کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان د پخوانيو ځانګړو امنيتي ځواکونو د پناه غوښتنه به مني.
بي بي سي د برتانیا د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د برتانیا د دفاع وزارت پارلماني مرستیال لوک پولارډ د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استازو ته وویل چې بیاکتنې ښيي چې د استوګنې ځینې غوښتنې په غلطه توګه رد شوې دي.
د هغه په وينا، په دغو څېړنو کې د "سنايي" پر بنسټ هېڅ ډول شواهد نه دي موندل شوي او يوازې د اسنادو په ذخيره کې تېروتنې د دوى د غوښتنې د رد لامل و. پولارډ زیاته کړه چې تر اوسه ۲۵ سلنه رد شوي غوښتنلیکونه استیناف شوي او منل شوي دي.
دغه برتانوي چارواکي ویلي دي چې نوي شواهد ښیي چې د افغان پوځ یو شمیر سرتیرو په مستقیم ډول د برتانیې له حکومت څخه معاشونه اخیستي او په همدې دلیل دوی په انګلستان کې د اوسیدو حق لري او د غوښتنلیکونو د څیړلو پر مهال دغه موضوع له پامه غورځول شوې ده.
د دوی د رد لامل شو. ګارډین لیکي، د افغان ځانګړو ځواکونو شاوخوا ۵۰۰ سرتېري، چې د برتانیې تر څنګ جنګېدلي دي، وروسته له دې چې د دوی د غوښتنلیکونو د ردولو پخوانۍ پرېکړه لغوه شوه، برتانیا ته د ننوتلو وړ وي.
رسنیو زیاته کړې، چې یو شمېر پوځیان له طالبانو پټ دي، په داسې حال کې چې په سلګونو یې پاکستان ته تښتېدلي، چې د شړلو له خطر سره مخ دي.
د ګارډین د راپور له مخې له برتانیا سره د همکارۍ په تور شپږ کسان وژل شوي دي.
باید یادونه وشي چې د محافظه کار ګوند تر مشرۍ لاندې د بریتانیا حکومت د فبرورۍ په میاشت کې د شاوخوا دوه زره پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د پناه غوښتنه رد کړه.
دا ځواکونه اکثره د افغان ځانګړو ځواکونو د ۳۳۳ CF او 444 ATF واحدونو غړي دي چې د "درې نمبر" واحدونو په نوم پیژندل شوي او په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو تر څنګ جګړه کوي.
جمهورخبري آژانس