د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په کتنه کې وویل، ایران د افغان کډوالو ټولو حقوقو ته درناوی لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن (د تلې ۲۴ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.
کابل کې د ایران د سفارت مشر د کډوالو چارو وزارت سرپرست له ایران څخه د ۴۰ کلونو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د دې ډلې امارت پرېکړه کړې چې د کډوالو بېرته هېواد ته راستانه شي، خو د دې پروسې د ښه ترسره کولو لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځته شي.
حسن کاظمي قمي ویلي، ایران په هر ډول سختو حالاتو کې له افغانستان سره دی او تر پایه به ورسره ولاړ وي.
نوموړي په ايران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه جعلي وبلل او ويې ويل چې ايران د کډوالو ټولو حقونو ته درناوی لري.
جمهورخبري آژانس