په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله دوه تنه مړه شوي دي.
په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله دوه تنه مړه شوي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي ویلي، دغه دوه کسان د پښتونکوټ ولسوالۍ د عرب اقسای کلي اوسېدونکي وو او کوهستان ولسوالۍ ته د کار او روزګار په موخه تللي وو. طالبانو ویلي چې دغه دوه تنه د ترکستان په تربند سیمه کې د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي. د هغه په وينا، يو تن وژل شوى چې خدايداد نومېږي، خو د دويم کس هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى او جسد يې تر واورو لاندې دى. طالبانو اعلان کړی چې د جسد د موندلو لپاره د سیمه ییزو چارواکو هڅې روانې دي. جمهورخبري آژآنس