دا په زړه پورې ده ۰
د بامیانو ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدو له امله د کابل – بامیان لویه لار او د بامیان – غور او بامیان – دایکندي لارې د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې دي.
بامیانو کې د درنې واورې ورېدو له امله عمومي لارې تړل شوې
د بامیانو ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدو له امله د کابل – بامیان لویه لار او د بامیان – غور او بامیان – دایکندي لارې د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځایي مسوولینو زیاتوي، چې د غور پر لار شاتو کوتل او له دایکندي سره پر پوله قوناق کوتل هم د واورې ورېدو له کبله بند شوي دي.

له دې وړاندې په دایکندي کې د والي رسنیز دفتر هم په یوې خبرپاڼې کې ویلي و چې د درنې واورې ورېدو له کبله د بامیان – دایکندي لار په قوناق کوتل کې د تګ‌راتګ پرمخ بنده شوې ده.

دا یادولو وړ ده چې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې  د درنو ورښتونو وړاندوینه شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcc1oqsi2bqmp8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته