دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور ۹۱ تنه نیول شوي افغان بندیان خوشې او په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان له بند خونو ۹۱ نور افغانان خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور ۹۱ تنه نیول شوي افغان بندیان خوشې او په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان له ۲ تر ۲۷ ورځو پورې په بند کې وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د پولیسو له لوري، د افغان کډوالو نیول زیات شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdceno8zojh8fvi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته