دا په زړه پورې ده ۰
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولین وایي، چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوې ده.
په کندهار کې د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوه
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولین وایي، چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسوولین زیاتوي چې په ساحه کې د شوې سروې او پلان مطابق یې د ښارګوټي په ختيځ لوري کې (۲۰) متره، (۲۵) متره او (۱۵) متره سړکونه په نښه کړي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې خدماتي ساحې او د بلاکونو وېشنه د پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې په اساس ترسره شوې، پر دې سربېره یې د ځینو بلاکونو لوړې او ژوروې د تراکتور په وسیله منظمې کړي دي.

دکندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په ټوله کې د یاد ښارګوټي چارې په چتکۍ سره روانې دي او ډېرې ژر به بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcbagb85rhbw8p.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته