د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغه وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده، د يادې پروژې په پرانيستغونډه کې ويلي چې د کليوالي سيمو نښلول او هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت لومړيتوب دی او د هغوی ستونزو د هوارولو لپاره به نورې پروژې هم پلې کړي.
د يادې پروژې د تطبيق په بهیر کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په ګټې اخيستنې سره به يې د ميوند ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بريده حل شي.