د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي ټاکل شوې ده چې د دغې شورا غړي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ماموریت د غځولو په تړاو د پرېکړهلیک پر دوو مسودو بحث وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي ټاکل شوې ده چې د دغې شورا غړي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ماموریت د غځولو په تړاو د پرېکړهلیک پر دوو مسودو بحث وکړي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې شورا د اعلامیې پر بنسټ، په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما یو کلن ماموریت د مارچ په ۱۷مه پای ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي:«د شورا غړي به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوی پلاوي یا یوناما د ماموریت په تړاو چې د مارچ پر ۱۷مه پای ته رسېږي، د بدیل پرېکړهلیک پر دوو مسودو بحث وکړي.» د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي چې، د دغو دوو مسودو متن د امریکا –سوېلي کوریا او چین – پاکستان له خوا چمتو شوی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر، د بشري حقونو دودولو، د جنسیتي برابرۍ دودولو، مذاکراتو د اسانتیا، د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا، د بشرپاله مرستو همغږي او د اقلیمي اقداماتو د ملاتړ په ګډون ځينې نورې موخې تعقیبوي. له دې مخکې، یوه امریکايي بنسټ راپور ورکړی و، چې د امریکا او چین ترمنځ د دې پر سر اختلافات دي چې په امنیت شورا کې د افغانستان د قضیې مسوولیت کوم هېواد په غاړه واخلي. هغه اختلافات چې د راپورونو لهمخې دغه بنسټ، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د چمتو شوې مسودې پر وړاندې خنډ شوی و. جمهورخبري آژانس