دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان پر بشري وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاو وینا وکړي.
روزا اوتونبایوا په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه وینا کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان پر بشري وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاو وینا وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د مدني ټولنې یو افغان استازی به هم دغې غونډې ته وینا وکړي او تر دې وینا وروسته به د تړلو دروازو تر شا یو بله ناسته هم وشي.

په پام کې ده چې د ډنمارک په مشرۍ، دغه غونډه کې به د یوناما د ماموریت غځېدو په اړه هم چې د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۷مه پای‌ته رسیږي، خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdce778zxjh8vfi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته