طالبانو اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې یې یو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن، د شنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په ننګرهار ولایت کې یو ۸ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو څخه خوشې شوی دی. طالبانو لیکلي چې یو اته کلن ماشوم چې درې ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و، د دې ډلې د جنګیالیو له خوا د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګولو څخه خوشې او خپلې کورنۍ ته راستون شو. هغه لیکلي چې د دې ماشوم د تښتونې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی. جمهورخبري آژانس