دا په زړه پورې ده ۰
د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، امان الله طلحه وايي، د سرپرست حکومت د مشرتابه په امر له ایران او پاکستانه د را ایستل شویو کډوالو ته په دغه ولایت کې اووه زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، امان الله طلحه وايي، د سرپرست حکومت د مشرتابه په امر له ایران او پاکستانه د را ایستل شویو کډوالو ته په دغه ولایت کې اووه زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ له پيل سره زیات شمېر افغانان د ژوندانه د بل پړاو په پار هېواد ته راستانه شوي دي.

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو پربنسټ له تېر کال راهیسې تر دامهاله له څلور زره زیاته کورنۍ له پاکستانه را ستنې شوې دي او په دغه ولایت کې ژوند کوي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcg3q9qnak97z4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته