دا په زړه پورې ده ۰
د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو سرپرست وزير مولوي عبدالكبير په كابل كې د ازبكستان له سفير ايبك عثمانوف سره کتلي.
د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې
د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو سرپرست وزير مولوي عبدالكبير په كابل كې د ازبكستان له سفير ايبك عثمانوف سره کتلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې عثمانوف ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١.١ ميليارده ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارده ډلرو ته لوړه شي.

دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغان – ټرانس او نورو اقتصادي پروژو په پلي كېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان غواړي له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیكو په پراختيا د سيمې له ثبات سره مرسته وکړي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا د پاکستان له لوري د كډوالو په اجباري ايستلو نيوكه کړې او ویلي یې دي، چې افغان كډوال په دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcay6n6a49nae1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته