د قزاقستان مرستیال صدراعظم د قزاقستاني پلاوي په مشرۍ د قزاقستان-افغان سوداګریز فورم د جوړولو لپاره کابل ته راغی.
د قزاقستان مرستیال صدراعظم د قزاقستاني پلاوي په مشرۍ د قزاقستان-افغان سوداګریز فورم د جوړولو لپاره کابل ته راغی. د جمهور اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومنګارین نن دوشنبه (د غوايي لومړۍ) د یو لوړ پوړي دولتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسید، چې پکې د خصوصي سکتور استازي هم شامل وو. د دې سفر موخه د قزاقستان او افغانستان د سوداګرۍ غونډه جوړول او د طالبانو او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پراخول دي. طالبانو ویلي چې د قزاقستان او افغانستان سوداګریزه غونډه سبا، سې شنبه، د حکومت چارواکو او د طالبانو او قزاقستان د خصوصي سکتور استازو په ګډون جوړه شوې ده. په دې فورم کې به د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې د همکارۍ فرصتونه وڅیړل شي. جمهورخبري آژانس