د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په ملګرو ملتونو کې، د طالبانو د استازي حضور یوه اړتیا بولي او زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت د استازي شتوالی کولای شو، د بېلابېلو مسایلو لپاره حل پيدا کړي.
دی وايي،په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي حضور، یوه اړتیا او د اسلامي امارت حکومت یو حق دی او د استازي له حصور سره کولای شو د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره حل لار پیدا کړو.