د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز، پر سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزې ارزولې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز، پر سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزې ارزولې دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس نور احمد نور په هغې غونډه کې چې " پر سیمې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اغېزو د ارزونې" تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، څرګنده کړې، چې د سیمې هېوادونه، په تېره بیا افغانستان، د اسلاماباد او نويډیلي ترمنځ له نښتو اغېزمن شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، د سټراتېژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال ویلي، له دې امله چې هند او پاکستان زموږ ګاونډیان دي، د تاوتریخوالي زیاتوالی به نه یوازې پر سیمه؛ بلکې پر افغانستان هم مستقیم منفي اغېز ولري.
د سیاسي چارو لومړي رییس هم ویلي په کشمیر کې پر ګرځندویانو برید، پخوانۍ شخړې لا زیاتې کړې دي او په پایله کې یې، دواړو هېوادونو داسې ګامونه اخیستي، چې په سیمې په ځانګړې توګه پر افغانستان اغېزه کړې ده، چې کولای شو د واګه بندر تړل کېدو ته نغوته وکړو.
د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مرستیال، د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله پر افغانستان د منفي پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی.